سیمه ییز خبرونه
د زغن كلي له وحشتناكې پيښې اوه ورځې تيرې شوې، خو د عدالت څرک نه لګي
د فارياب د پشتونكوټ ولسوالې د پيښي قربانيان وايي كه عدلي او قضايي ارګانونه يې غوښتنو ته ځواب ونه وايي په خپله به غچ واخلي .
ويل كيږي چې په دې پيښه كې تيره اونى د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي .
رپوټونه وايي چې د يوه محلي قوماندان تر وژلو وروسته ګڼ كسان چې د پوليسو جامې يې پرتن وې د پيښې كلي ته ورغلي او په عامو خلكو يې ډزې كړې او ګڼ كورونه يې ورسوځولي دي .
د فارياب د پشتونكوټ ولسوالې د زغن كلي له وحشتناكې پيښې اوه ورځې تيرې شوې، خو په دې كلي كې تراوسه هم نر او ښځې د خپلو كورنيو د غړو وير كوي . دغو كسانو اوس له خپل كلي څخه څو كيلومتره ليرې بلې سيمې ته پنا وړې ده، خو ولسمشر حامد كرزي ژمنه كړې چې په دې برخه كې به عدالت تطبيق كړي .
د دې پيښې د قربانيانو كورنۍ وايي په دې ولايت كې د زورواكانو او غير مسولو وسله والو له خوا پر خلكو ظلم او ستم اوږده مخينه لري، خو دولت تراوسه په دې برخه كې هيڅ نه دي كړي. دوى خبردارى وركوي چې كه دا ځل دولت د دوى غم ونه خوري نو د خپلو عزيزانو غچ به ارو مرو اخلي .
د یادې پېښې یو ماشوم وايي پلار او كاكا مې محلي زورواكانو ووژل او وروسته يې مړي د پوليسو په ټانكونو وځړول.
د تيرې يكشنبه په ورځ په پشتونكوټ ولسوالې كې د پخوانيو محلي قوماندانانو ترمنځ په جګړه كې يو شمير ملكي خلك ووژل شول او لسګونه كورونه وسوځول شول. د دغه پيښې قربانيان وايي چې دا كار پوليسو كړى، امنيتي چارواكي هم په دې پيښه كې د پوليسو لاس لرل نه ردوي.