تکنالوزی
د زه او ماشوم مې اپلیکیشن افغانان مینې او پالنې ته هڅوي
د زه او ماشوم مې اپلیکیشن یوه بنسټیزه ځانګړنه دا ده، چې د ماشوم د ودې درې ګونه ( له زېږون مخکې، د زېږون په بهیر کې او له زېږون وروسته ) پړاوونو ته په کې پوره پاملرنه شوې ده.
یو شمېر افغان ډاکټرانو او ارواپوهانو ويلي؛ د ماشوم د ژوند لومړۍ اته میاشتې ډېرې مهمې دي او د پروګرام پر بنسټ لوی شوی ماشوم، د هغه ماشوم په پرتله، چې له پلان پرته لویېږي د ډېرو لاسته راوړنو لرونکی وي.
د ماشوم پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د اپلیکیشن د اورېدو برخه هم د ماشوم او والدینو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې ډېره مرسته کولی شي.
د هېواد ارواح پوه زکریا بارکزی د دغه اپلیکیشن په اړه وايي: له دې مخکې د ماشوم والدینو له اتیزمه/ مادي نړۍ ته نه پاملرنه یا په ځان کې پاتې کېدو / اندېښنه ښودله او نه پوهېده، چې ماشوم یې تر څلور کلنۍ پورې ولې خبرې نشي کولی او یا داسې نورې هڅې تر سره کوي، چې مور او پلار ته یې نه یوازې د زغم وړ ندي، بلکې پرې پوهېدی هم نشي؛ خو له نېکه مرغه په دغه اپلیکیشن کې دا ټولې ستونزې په پام کې نیول شوې دي.
د ارواح پوه ډاکټر زکریا بارکزي د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن په رښتیا هم کولی شي په ماشومان وهڅوي، چې له ځانه بهر نړۍ سره هم اړیکې ټینګې کړي.
زکریا بارکزي د دې په اړه، چې له ماشوم سره لوبې د ماشوم په ژوندانه او وده کې څومره اړینې دي وایي: که یو ماشوم زړورتیا زده کوي هوښیارتیا ترلاسه کوي، پوهاوي ته رسیږي او له زغم او صبره برخمن کیږي؛ دا هر څه یوازې له لوبو او له والدینو سره له بوختیاوو ترلاسه کوي؛ ځکه، نو مونږ په لومړي، دوه یم او درېیم کال کې هم له ماشومانو سره مرستې او لوبې کولو ته لومړیتوب ورکوو. اوس له نېکه مرغه، چې دا اپلیکیشن جوړ شوی؛ ټولې اړوند برخې رانغاړي او د ودې ټول پړاوونه تر پوښښ لاندې نیسي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ په رښتیا هم، چې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د کارنده ګرځند یا سمارټ فون د کاروونکیو لپاره د دغه اپلیکیشن د کارولو نوښت یو ښه زیری دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن، چې څنګه یو ماشوم له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ونیسي او د افغانستان له عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو سره په مطابقت کې ډاډه وده او پراختیا تر لاسه کړي؛ د بشپړې پاملرنې یو ښه لارښود دي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي ویلي: افغانستان هغه هېواد دی، چې له څلور لسیزو راپدیخوا له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی؛ فرهنګي بېخبناوې مو زیانمنې شوي او چټکې رغونې ته اړتیا لري؛ خو د رغونې په بهیر کې مونږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو، چې په خپلو هڅو کې د راتلونکیو نسلونو روحي او رواني زیانونه راکم کړو. زه فکر کوم، چې د زه او ماشوم مې اپلیکیشن دغې موخې ته د رسېدو لپاره یو ښه پیل دی او باید د کارولو لپاره یې ډاډمن ګامونه پورته شي.
همدارنګه په دې اپلیکیشن کې یادونه شوې، چې مور او پلار له ماشوم سره څومره وخت تېر او څنګه له خپلو ماشومانو سره پر خبرو اترو سربېره اړیکې ټینګې کړي.
همدارنګه باید وپوهیږو، چې په دې اپلیکیشن کې د ماشومانو لوبې د ماشومانو لپاره څومره اغېزمنې دي.
خبریاله عایشه ستانکزۍ په دې اړه څرګندوي: ډېری وخت مور او پلار بوخت وي او د خپلو ماشومانو ښه پالنه نشي کولی؛ د خپلو ماشومانو مخې ته د لوبو سامانونه اچوي او خپله ځان د کور په کارونو کې بوختوي. فکر کوي، چې په دې توګه له خپل ماشوم پالنه کوي؛ خو دوی نه پوهیږي، چې ماشوم یې په رښتیا کومو سامانونو او څه ته اړتیا لري؟ دوی اړ دي، چې د خپل ماشوم پر اړتیاوو د پوهېدو لپاره ورسره اړیکه ونیسي او پر اړتیاوو یې ځان وپوهوي. د دغه اپلیکیشن رامنځته کول کولی شي له والدینو سره په اړیکو ټینګولو کې مرسته وکړي او وپوهیږي، چې څنګه او کله په ځانګړیو شرایطو کې له خپلو ماشومانو سره اړیکې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نننۍ ټولنه کې د دې اپلیکیشن له جوړولو او رامنځته کولو موخه داده، چې نه یوازې د ماشومانو ښوونې او روزنې، ودې او پراختیا ته پام راواړول شي، بلکې ماشومان هم پوهوي، چې څنګه خبرې وکړي، زړور شي او له نورو سره د ښه چلند اړتیا احساس کړي.