لوبی
د ساحلي وليبال سياليو لومړى پړاو د سرې مياشتې په اتلوالۍ تر سره شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كابل كې دغه سيالۍ له دوه ورځو راپديخوا پيل شوې وې، چې له څلورو ولايتونو ۱۴ ډلې يې گډونوال ول.
د سرې مياشتې لوبډلې ثروت افغان لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماته وركړه او لومړى مقام يې تر لاسه كړ؛ د ثروت افغان او ښوونې او روزنې ټيمونو په ترتيب دوه يم او درېيم مقامونه خپل كړل.
له دغو لوبو موخه د وليبال ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوره كول گڼل شوي، چې په هغواسيايي لوبو كې گډون وكړي، چې په سريلانكا كې د اكتوبر په ۵ تر سره كيږي