تازه خبرونه
د سالنګونو بیارغونه د حکومت لومړیتوب دی – سیاسي مرستیال
نوموړي زیاته کړې، چې د سالنګونو د لارو بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوب دی، چې ورسره به د خلکو ټولې ستونزې اوارې شي.
د ریاست الوزراء د دفتر سياسي مرستيال د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې ويلي، چې د سالنګونو د لارو رغول د حکومت کاري لومړيتوب دی.
ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی، چې د دې ولسوالۍ د لوی جومات جوړولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سالنګونو د لارو بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوب دی، چې ورسره به د خلکو ټولې ستونزې اوارې شي.
دغه راز قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپل یو شمېر وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندې کړل او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوی د ټولو غوښتنو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
