تازه خبرونه
د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
حقشناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.
د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.