تازه خبرونه
د سالنګ تونل د کانګریت چارې به په ۲ میاشتو کې بشپړې شي
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو ويلي، چې د سالنګ تونل دننه د کانګریت چارې به په ۲ میاشتو کې بشپړې شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وايي، د مسافرو او بار وړونکیو موټرو تګ راتګ یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال ته روان دی او د ورځې په اوږدو کې به د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس وايي، چې د جبل السراج ولسوالۍ له تاجکان سيمې څخه تر خانجان ولسوالۍ پورې ٨٠ کيلومتره سړک د ټولګټو چارو وزارت له بودجې او په دغه ولايت کې د دوه شرکتونو حق العبور پر پيسو په دوه کلونو کې جوړ شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالحلیم آغا وايي: تاسې لیدلی شئ، چې د لویې لارې کار مو په حقیقت کې له ۱۶ تونل او ګالرۍ څخه پیل کړی دی. ترټولو زیانمنونکې سیمه تونل او ۱۶ ګالري ده او ورو ورو مخ پر وړاندې روان یوو.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، په پام کې ده، چې د تونل دننه او د ګالریو په ګډون لومړی ۳۰ کیلومتره سړک کانکریت شي.
په ورته وخت کې يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د دې لويې لارې د ويجاړتيا له کبله په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول. دوی له اسلامي امارته غواړي، چې د دغې لویې لارې په بیارغونه کې له باکیفیته توکو کار واخلي.
د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ په ځانګړي توګه په ژمي کې د واورې او واورو ښیېدو له کبله له ستونزو سره مخ کېږي؛ خو چارواکي وايي، هڅه کوي د ژمي له رارسېدو مخکې د تونل دننه چارې بشپړې کړي.
