تازه خبرونه
د سالنګ لویه لار له ۴۲ ګړیو وروسته د ترافیکو تګ راتګ ته پرانستل شوه
د سالنګ د لویې لارې چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د تېرو دوه ورځو اورښتونو او توپانونو وروسته دغه لویه لار د ترافیکو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دغې لویې لار پاکول پرون پیل او نن له ۴۲ ګړیو وروسته د ترافیکو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوه.
دوی ویلي، چې اوس هم هوا سړه ده او د دوشنبې پر ورځ د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۲۲ ته راټیټه شوې ده.
د چارواکو پر وینا، په شمالي برخو کې لږ تر لږه ۹۵ سانتي مټره واوره او په جنوبي سالنګ کې ۵۰ سانتي واوره ورېدلې ده.
چارواکو ویلي، چې د راتلونکیو ۲۴ ګړیو لپاره د واورې د اورښت وړاندوینه نده شوې.
چارواکو له موټر چلوونکیو غوښتي، چې له دې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې ځان ډاډه کړي، پرته له وسایلو او تجهیزاتو دې سفر نکوي او د سالنګونو د چارواکو سپارښتنو ته دې پاملرنه وکړي.
