تازه خبرونه
د سالنگ لويه لار به تر لس ورځو د ترافيكو پرمخ تړلې وي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
سالنگونه هغه لار ده، چې هركله د واورې له كبله د ترافيكو پرمخ تړل كيږي. د سالنگونو د څارنې او ساتنې رييس جنرال رجب له آريانا نيوز سره په تيليفوني خبرو كې وويل، د واورې د پاكولو او مصنوعي برفكوچونو په رامنځ ته كولو كار روان دي، چې مسافر وكولى شي په خوندي توگه له دې لارې تېرشي.
د سالنگونو د څارنې او ساتنې رييس جنرال رجب وايي، چې په تېرو څو ورځو كې د واورې ښوييدلو له څلويښت ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.
هغه زياتوي په سالنگونو كې تر دوه مترو واوره اوريدلې ده.
د تېرې يكشنبې په شپې را په دي خوا د واورې اورښت د ترافيكو پرمخ د سالنگ لويه لار تړلې او تراوسه په دې لاره له ۴۰ ډېر ځله واوره ښوويدلې ده .
سالنگ په هېواد كې يوه له ارزښت ډكه لويه لاره ده، چې شمالي ولايتونه له سويلي سيمو سره نښلوي .