تازه خبرونه
د سالنگ لويه لار تړل شوې ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سالنگ لويه لار تېره شپه د ترافيكو پرمخ وتړل شوه.
د سالنگ د لويې لارې د څارنې او ساتنې رييس جنرال رجب وايي، چې دا لار د تېرې شپې له يوولس بجو را پديخوا د ترافيكو پرمخ تړل شوې ده.
هغه وايي په سالنگونو كې، طوفان او د واورې ورښت دوام لري، چې په سويلي سالنگ كې تر شپيتو سانتې او په شمالي سالنگ كې تر څلويښت سانتي مترو واوره وريدلې ده.
نوموړى وايي، چې د واورې د ښوويدو له كبله د احتمالي ستونزو د رامنځته كيدو په خاطر دا لويه لار تړل شوې ده .