سیمه ییز خبرونه

د سالنگ نوی تونل له يو ميليارد دالرو ډېرې پانگې ته اړتيا لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فوايد عامې وزارت وايي:

د سالنگ نوی تونل له يو ميليارد ډالرو ډېرې پانگې او لږ تر لږه يو كال وخت ته اړتيا لري.

د دغه وزارت چارواکي همدارنگه وايي، د دې لارې لنډ بديل، چې په لږه موده كې ترې استفاده وشي د اندراب او خاواك لاره ده، چې كار به يې ژر پېل شي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد وايي:

د تونل او گالريو په شمول د سالنگ د لويې لارې ۱۰۹ كيلومتره سړك جدي بيارغونې او يا له سره جوړولو ته اتيا لري.

د دغه وزارت مرستيال همدارنگه زياتوي، سالنگ يوه مهمه لار ده، چې نه يوازې د هېواد شمال او سويل ولايتونه سره نښلوي، بلكې سويلي او شمالي آسيا هېوادونه هم سره نښلوي.

هغه وايي:

حكومت ډېر كلونه پخوا د دې لارې د بديل په موخه  په دوه لارو كار كړى دى.

د هغه په وېنا، لومړى لار د شكاري درې د دوشي – پل مټك سړك دى، چې ۱۵۷ كيلومتره اوږدوالى لري او د جوړولو لپاره يې ۲۵۰ ميليون دالر او څلور كلونو وخت ته اړتيا لري. دوه يمه لار، چې په عاجله توگه ترې د كوچنيو مسافروړونكيو موټرو لپاره كار اخيستل كيداى شي د اندراب – خاواك لاره ده، چې په نږدې راتلونكي كې به يې حكومت كار پېل كړي.

څه موده وړاندې د فوايد عامې وزارت چارواكو ويلي ول، چې په سيمه كې د سالنگ لويې لارې د اهميت له كبله به د دغه سړك د جوړولو پروژه د حكومت له خوا د يو ملي پروگرام په توگه اعلان شي.

Trending

Exit mobile version