پرمختګ او بشپړتیا

د ساينس او تكنالوژۍ نوې ودانۍ ګټې اخيستلو ته وسپارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزارت مسئولين وايي، د ساینس او تکنالوژي مركز د چين له خوا د ۱۳ ميليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ وايي:

د ساينس او تعليمي تكنالوژي مركز په نړيوالو معيارونو جوړ شوى او د ښونځيو ښوونکي چې، ساينسي مضامين تدريسوي، په دې مركز كې د چينايي روزونكو له خوا روزل كېږي.

په همدې حال كې په كابل كې د چين سفير دینګ شي جون وايي، هېواد يي چمتو دى، چې له افغانستان سره د سولې په پروسه او بيا رغاونه كې مرسته وكړي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې چين له افغانستان سره د سولې په پروسه او بيا رغاونه كې مرسته كوي. په تېره لسيزه كې چين له افغانستان سره زياتې مرستې وكړي، چې په وړيا ډول تر سره شوې.

وېل كېږي، چې دا ودانۍ په ۱۲ جريبه ځمكه كې د ۱۳ ميليون ډالرو په لګښت سره په نولسو مياشتو كې د چين له خوا جوړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version