تازه خبرونه

د سرو زرو پلورونکي د سر او مال خونديتوب غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

غزني کې د سرو زرو پلورونکي د خپل مال او ځان د خوندیتوب په هکله شکایت لري. د دوی په وینا، څو ځله یې هټۍ لوټ شوې او اوس یې نامعلوم کسان په مرګ ګواښي. سیمه ییز چارواکي له دوی سره د همکاریو ژمنه کوي.

د سرو زرو لسګونه پلورونکي د اعتراض په ډول د غزني د سرپرست والي د دفتر په وړاندې را ټول شوي او له دولت غواړي چې سر او مال یې خوندي کړي.

د غزني سرپرست والي محمد موسی اکبر زاده وایی، په عدلي او قضایی ادارو کې د فساد شته والی د دې سبب شوی چې په مجرمینو شرعي حدود پلي نه شي او جرمونه هم زیات شي، خو هغه د سرو زرو پلورونکو ته ژمنه ورکوي چې په یوه خوندي ځای کې به ورته مارکېټ جوړ کړي.

له بلې خوا د غزني د محکمې رییس وایي، هېڅ مجرم له محاکمې پرته نه خوشې کېږي.

په غزني کې د دوشنبې په ورځ د غلا شویو سرو زرو ارزښت پنځه سوو زروه ډ‌الره اټکل شوی دی. د غزني جنایي مدیر وایي، د دوی څېړنې ښیي چې دغه غله ښایي د رییس خدایداد د ډلې اړوند کسان وي.

د غزني د جنایی مدیر محمد قاهر ناشري په وینا، هغه وسایل تر لاسه شوي چې د دوکانونو په غلا کې ترې استفاده کېږي. تر اوسه د دغې پېښې په تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي.

Trending

Exit mobile version