لوبی

د سريلانکا کرکت ملي لوبډلې د آسيايي سياليو اتلولي له پاکستان وګټله

Published

on

د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته له ماتې ورکولو سره د آسیا شل آوریز کرکت جام شپږمه اتلولي هم خپله کړه.

دغه لوبه د یکشنبې پر شپه (د وږې شلمه) د عربي متحده اماراتو په لوبغالي کې ترسره او سریلانکا له پاکستان څخه د ۲۳ منډو پر توپیر د اړوند سیالیو اتلولي وګټله.

په دې لوبه کې د سریلانکا کرکت لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه او پاکستان ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبډلې لپاره بهنوکا راجاپاکسا تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ده پر ۴۵ توپونو ۷۱ منډې جوړې کړې.

په دغو سياليو کې د پاکستان کرکت لوبډلې په اړوند شل آورونو کې بریالی نشو، چې ټاکلې موخې ته ځان ورسوي او خپله ماتې یې ومنله.

له دغې بریا سره سریلانکا د آسیا کرکت شپږم جام وګاټه.

په دې جام کې د سریلانکا لوبډلې یوازې یو ځل له افغانستان سره په لوبه کې خپله ماتې منلې ده.

له دې مخکې هم  سریلانکا په ۱۹۸۶، ۱۹۹۷، ۲۰۰۴، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې د دې جام د ګټلو ویاړ لري.

د آسيا جام کرکت سيالۍ د سريلانکا پر کوربتوب په عربي متحده اماراتو کې پيل شوې او د آسيا شپږ لوبډلو په کې ګډون کړى و؛ افغانستان، هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبؤلې سره ولوبېدې او سریلانکا ترې اتلولي بیا هم خپله کړه.

دا سیالۍ د آریانا نړیوال تلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې او په هېواد کې یې د دغو سیالیو مینوال د آسیایي ملتونو د سیالیو له لیدو برخمن کړل.

Trending

Exit mobile version