تازه خبرونه
د سرپل د كوهستاناتو ولسوالۍ لار د ترافيكو پرمخ پرانيستل شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دا لاره له يوه كال راپه ديخوا د علف سفيد په سيمه كې وسلوالو بنده كړې وه، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له ورتگسره د دې لارې د خلاصون په موخه پوځي عمليات ترسره شول.
د سرپل ولايت سرپرست عبدالجبار حقبين وايي، چې په دې عملياتو كې اته ويشت كلي هم د وسلوالو پاك شوي.
هغه وايي، د علف سفيد تنگى او لاره وسلوالو بنده كړې وه، چې د تېرې شپېپه عملياتو كې پرانيستل شوه .