تازه خبرونه

د سرپل د كوهستانونو ولسوالۍ لاره د ترافيكو پرمخ پرانستل شوه.

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دا لاره له يوه كال راپه دې خوا د علف سفېد په سيمه كې وسله والو بنده كړې وه چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په ورتلو سره د دې لارې د پرانستل کېدو په موخه پوځي عمليات ترسره شول.

د سرپل ولايت سرپرست وايي په دې عملياتو كې اته ويشت كلي له وسله والو پاك شوي.

د سرپل ولايت سرپرست وايي د كوهستانونو ولسوالۍ د علف سفيد دره له يوه كال را په دې خوا د وسله والو په لاس كې وه.

نوموړی زياتوي كله چې د كوهستانونو ولسوالۍ وسله والو ونيوله نو دا لاره يې د لويو ډبرو په وسيله بنده كړې وه. عبدالجبار حقبين وايي چې امنيتي ځواكونه وتوانېدل چې لاره پرانيزي.

د هغه په وينا اته ويشت كلي د وسله والو له شتون پاك شوي او د سوزمه کلا ولسوالۍ د پاكولو عمليات هم پيل شوي دي. نوموړى وايي د ولسمشر لومړى مرستيال د جګړې په لومړۍ كرښه كې وي او په خپله عمليات څاري چې له امله به يې سرپل په يوه امن ولايت بدل شي.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي. دا په داسې حال كې ده چې د جمعې په ورځ سيمه ييزو چارواكو ويلي وو چې كوهستانونه ولسوالي يې په بشپړه توګه له وسله والو پاكه كړې ده.

 

Trending

Exit mobile version