سیمه ییز خبرونه
د سرپل ولايت شاوخوا ۶۰۰۰ جريبه ځمكه ناقلينو ته سپارل شوې
د سرپل ولايت گڼ شمېر اوسيدونكې ادعا لري، چې د نورو ولايتونو د ناقلينو له خوا يې كرنيزې ځمكې غصب شوي دي.
د جمعې په ورځ(د مرغومي ۱۲) د سرپل ولايت د شاوخوا اويا كليو څلور سوه كسانو ادعا وكړه، چې د وردگو ناقلينو يې كرنيزې ځمكې غصب كړي دي.
دوى، چې شرعي قبالې لري وايي:
له درې كلونو را پدي خوا مو له ناقلينو سره پرخپلو ځمكو لانجې كړې دي.
دوى له دولت څخه په سمه توگه د قانون د پلې كيدو غوښتنه هم وكړه.
د سرپل امنيه كوماندان عبدالروف تاج وايي:
ترهغې، چې د يادو ځمكو ملكيت روښانه شوى نه وي؛ هيچاته به په يادو ځمكو كې د كار و كر اجازه ورنه كړ شي.
د خلكو استازى حميد الله بيگ وايي:
د سرپل د محكمې په مرسته به دغو ستونزو ته لاسرسى تر سره شي.
ويل كيږي، چې د شاهې حكومت له خوا د سرپل ولايت شاوخوا شپږ زره جريبه ځمكه د اضافه جريب په نامه د نورو ولايتونو څخه راغليو ناقلينو ته سپارل شوې، چې اوس يې له څو لسيزو وروسته د ملكيت ادعا شوې ده.