بلخ @ps
د سرپل ولایت د ده مرده کلی طالبانو بیا ونیوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سرپل ولایت ولایتي شورا وایي، چې د دغه ولایت د سنچارک ولسوالۍ ده مرده کلي يو ځل بیا طالبانو ونیوه.
دغه شورا د دغه کلي د نیولو پړه پر سیمه ییزو ځواکونو اچوي او وایي، چې د سیمې په ساتلو کې یې بشپړه پاملرنه نه ده کړې.
د سرپل ولایتي شورا غړی محمد حسین مجاهد زاده وایي، د ده مرده کلی د یکشنبې په ورځ مازیګر مهال طالبانو ونیوه او د ملي اردو ځواکونو له مقاومت پرته له دغه کلي شاتګ کړی دی.
په دې برید کې سیمه ییزو پاڅونوالو او طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د ملي ځواکونو مسوولینو د خپلو ځواکونو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالي او د مرکز په اړوند نورو سیمو کې له یوې میاشتې راهیسې نښتې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالي له تېر یو کال راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.