تازه خبرونه

د هېواد شمال لويديځو سيلاب ځپليو ته د بېړنۍ مرستې رسولو سپارښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر حامد کرزي د هېواد په شمال لودیځو ولایتونو کې د سیلابونو له كبله اړوند ارگانونو ته هدایت ورکړ، چې ژر تر ژره بېړنۍ مرستې سیلاب ځپلو ته ورسوي.

د افغانستان په شمال کې سیلابونو زیات انساني او مالي زیانونه اړولي او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

ولسی جرگې غړيو حاجي عبدو او بشير احمد ته ينج د بېړنيو حالاتو له کمیتې غوښته وکړه، چې ژر تر ژر دی لاس په کار شي او ژغورل شويو خلکو ته دې رسیدگي وکړي.

دوی همداراز دغه کمیټه په بې کفایتۍ او غفلت تورنه کړه .

د کلیو او پراختیا وزیر او د بیړنیو حالاتو کمټی مرستیال وایي، چې له پېښې وروسته دوی خپل عملیات پیل کړي، چې په لومړي سر کې خلک وژغورل شي او بیا دوى ته بېړنۍ مرستې ورسيږي.

د بېړنیو حالاتو د کميتې مرستیال ویس برمک وویل، چې:

همدا اوس له کورنيو او نړیوالو بنسټونو سره په ډېرو تدابیرو همغږي روانه ده، چې ټولو خلکو ته لاسرسى رامنځته شي.

همدا راز د ولسمشرۍ نوماند داکتر عبدالله عبدالله هم په شمال ختیځو ولایتونو کې د سیلاونو له كبله له سيلاب ځپليو سره د مرستې ډاډ څرگند كړ.

د راپورونو له مخې د دغو شدیدو سیلابنو له كبله، چې په شمال او بادغيس ولايتونو كې له سختو بارانونو وروسته را ووتل، څه باندې سل کسان مړه شوي او زرگونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

Trending

Exit mobile version