تازه خبرونه
د سرپل په كوهستاناتو كې امنيتي ځواكونه محاصره شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سرپل په كوهستاناتو ولسوالې كې له دوه سوه ډېر امنيتي ځواكونه د وسلوالو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.
د سرپل ولايتي شورا غړى اسدالله خرم وايي، چې تېره ورځ شپږ سوه وسلوالو پر دې ولسوالې بريد كړى.
هغه وايي؛ يوازې د ولسوالۍ مركز، گنجيان او خوال كلي له امنيتي ځواكونو سره دي، چې نورې ټولې سيمې وسلوالو نيولې دي.
سرچينه زیاتوي، چې له كوهستاناتو څخه وتلې لارې هم د وسلوالو په لاس كې دي.