سیمه ییز خبرونه
د سرښندونكي پوليس بچيانو د لوړو زده كړو د تر سره كولو غوښتنه وكړه
د سرښندونكي پوليس سميع الله بچيان له دولت څخه غواړي، چې دوى ته د تحصيل زمينه برابره كړي.
سميع الله تېره اوونۍ د امنيت د ټينگښت او د خلكو د ژوند د خوندي توب په موخه د ځانمرگي بريد كوونكي مخه ونيوله.
د وردگو والي د سميع الله د كورنۍ له پاتې غړيو سره په ليدنه كې دوى ته په وردگ ولايت كې د كور يوه نمره ځمكه وركړه او ژمنه يې وكړه، چې په دې ولايت كې به يوه سيمه د هغه په نوم هم ونوموي .
سميع الله د پوليسو هغه سرتېرى و، چې تېره اونۍ يې د كابل ښار په بيبي مهرو سيمه كې د هغه ځانمرگي بريد كوونكي مخه ونيوله، چې غوښتل يې پركابل ښاريانو بريد وكړي .
ارواښاد اتل سميع الله بريد كوونكى وپېژاند او په سرشندنه يې د هغه مخه ونيوله .
په دې پېښه كې هغه هم مړشو. د سميع الله دا سرښندنه ټولو هېوادوالو وستايله او هغه يې اتل (قهرمان) ونوماوه.
د سميع الله څلوربچيان له حكومت څخه غواړي، چې دوى ته د زده كړې زمينه هم برابره كړي .