لوبی

د سریلانکا لوبډلې د عمرزي او نبي له پوره مقاومت سره – سره افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۲, ۱۴۰۲

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د پتوم نیسانکا د تاریخي ۲۱۰ منډو پر مرسته افغانستان ته د ۴۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ یې ۱-۰ وګټله.

په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ د سریلانکا په کنډي ښار کې ترسره شوه، افغانستان د ۳۸۲ منډو ستر هدف د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې د ۵۵ منډو پر جوړولو پېنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ عظمت الله عمرزي ۱۴۹ او محمد نبي ۱۳۶ منډې وکړې.

نیسانکا له خپلو ۲۱۰ منډو سره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د سریلانکا لخوا د ډېرو منډو ریکارډ مات کړ.

د سریلانکا لوبغاړي پرامود مادوشان خبریالانو ته وویل: مونږ له دې کړنې او هڅې پوره خوښ یوو.

هغه زیاته کړې: د ویاړ ځای دی، چې په داسې تاریخي شېبه کې د لوبډلې برخه وم. د لوبې شرایط ستونزمن ول؛ خو پتوم د ټولو فشارونو پر وړاندې کولو توان درلود او مونږ یې په لومړي مقام کې راوستو.

د نیسانکا په توپ‌وهنه کې پر ۱۳۹ توپونو ۲۰ څلوریزې او اته شپږیزې وهلې وې.

افغان لوبډلې په نهه اوورونو کې د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ټاکلی هدف پوره نه‌کړ.

مدوشان څلور ویکټې واخیستې او ۷۵ منډې یې وکړې.

دوشمنتا چمیرا مخکې له دې، چې د دردېدو له کبله لوبغالی خوشې کړي؛ دوه ویکټې واخیستې.

عمرزي (۱۴۹ منډې) او نبي (۱۳۶ منډې) د ۲۴۲ منډو ملګرتیا وکړه.

دا په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان دوه‌یمه ستره ملګرتیا وه او په لنډ وخت کې یې د سریلانکا لوبډلې ته وېره رامنځته کړه.

د عمرزي لپاره دا په یو ورځنیو لوبو کې د ده لومړۍ سل منډې وې.

د افغانستان او سریلانکا راتلونکې لوبه به د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version