نړۍ
د سریلانکا ولسمشر په یوه پوځي الوتکه کې مالدیف ته تېښته وکړه
د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په داسې حال کې نن (چارشنبه د چنګاښ دوه ویشتمه) مالدیف ته تښتېدلی، چې ورسره د خلکو د اعتراضونو له کبله د یوې ځواکمنې کورنۍ د څو لسیزو واکمني پای ته ورسېده.
د سریلانکا هوايي ځواک څرګنده کړې؛ راجاپاکسا له خپلې میرمنې او دوه ساتونکيو سره د هوايي ځواک په الوتکه کې د کولمبو له مرکزي نړیوال هوايي ډګره ووت.
یوې حکومتي سرچینې او راجاپاکسا ته نږدې کس ویلي، چې هغه د مالدیف په پلازمېنه مالي کې دی. رویټرز خبري آژانس د حکومتي سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، شونې ده، چې ولسمشر به له دې ځایه بل آسیايي هېواد ته ولاړ شي.
د ولسمشر راجاپاکسا له تېښتې سره د دغې ځواکمنې کورنۍ واکمني هم پای ته ورسېده، چې له تېرو دوه لسیزو یې د سویلي آسیا د دې ملت پر سیاست خېټه اچولې وه.
له خپل هېواده د ولسمشر راجاپاکسا تېښته؛ په ټول هېواد کې د تر ټولو ناوړه اقتصادي کړکېچ او د تېلو د بيو د زياتوالي له کبله له څو مياشتو لاريونونو وروسته رامنځته شوه، سلګونه زره خلکو په کولمبو کې مهمې دولتي ودانۍ ونیولې او پر راجاپاکسا او متحدینو یې د انفلاسیون، فساد، د تېلو او درملو د سخت کمښت پړه واچوله.
د اقتصادي کړکیچ پر ضد یاد لاریونونه د تېرې اوونۍ په پای کې هغه وخت سر ته ورسیدل، چې راجاپاکسا د چارشنبې پر ورځ د ولسمشر په توګه له دندې د ګوښه کېدو ژمنه وکړه، چې د یووالي حکومت ته لاره اواره کړي. دا هرڅه هغه مهال رامنځته شول، چې لاریونکوونکیو د هغه او د لومړي وزیر پر رسمي استوګنځيو بریدونه وکړل او تر دې دمه یې تر خپلې ولکې لاندې نیولي دي.
د سریلانکا ولسمشر د جمعې له ورځې راپدیخوا په عام محضر کې لیدل شوی ندی.
دغه هېواد له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د راجاپاکسا د ځواکمنې کورنۍ لخوا اداره کیده.
ګوتابایا راجاپاکسا د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
دا به لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګهـ چارسمبالی ولسمشر کړي. که څه هم هغه د استعفا وړاندیز هم کړی. که هغه دا کار وکړي؛ نو د اساسي قانون سره سم به د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې چارسمبالی ولسمشر وي.
د یادونې ده، چې راجاپاکسا سیاسي مصونیت؛ خو له دې وېرې، چې له استعفا وروسته به ونیول شي، له هېواده تېښته یې غوره وګڼله.
