نړۍ

د سریلانکا پارلمان د جولای پر شلمه ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۱)

د سریلانکا پارلمان د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د جولای پر شلمه د نوي حکومت مشران ټاکي؛ ځکه، چې مظاهره کوونکي به د ولسمشر او لومړي وزیر له کورونو تر هغې ونوځي، چې رسمي استعفا یې کړې نه وي.

اړوند سرچینې څرګنده کړې، چې پارلمان به د جمعې پر ورځ ولسمشرۍ ته له غوره شویو نوماندانو سره غونډه وکړي.

د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې هغه او لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګهـ غواړي، چې له اقتصادي بحران سره د مبارزې په اړه د لاریونوالو د غوښتنې له مخې استعفا وکړي، چې میلیونونه هېوادوال یې د خوراکي توکو، درملو او سون توکو په ګډون د اړتیا وړ نورو توکو د ارزانه تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

تمه کیږي، چې راجاپاکسا به د چارشنبې پر ورځ استعفا وکړي او په رسمي بڼه یې ویکرما سینګهـ ته هم خبر ورکړ، چې هغه به د دوشنبې پر سهار استعفا کوي؛ خو ویکرما سنګهـ د خپلې استعفا نېټه اعلان کړې نده.

د اپوزیسیون مشران به د یکشنبې پر ورځ د راجاپاکسا او ویکرما سنګهـ له استعفا وروسته د ټول ګوندي حکومت پر جوړولو له ابیواردینا سره بحث او خبرې وکړي، چې د سریلانکا د اساسي قانون له مخې په لنډمهاله توګه د ولسمشرۍ دنده ترسره کوي.

د ویکرما سنګهـ دفتر د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ هغه له کابینې سره په غونډه کې هوکړه وکړه، چې د ټول ګوندي حکومت د جوړېدو لپاره به استعفا وکړي.

په لسګونه زره لاریون کوونکي د راجاپاکسا په دفتر او استوګنځي  کې دننه او بهر لیدل کیږي او داسې انځورونه هم خپاره شوي، چې لاریونکوونکي د ولسمشر په شخصي حوض کې لامبو وهي.

د سي ان ان د راپور له مخې؛ د سریلانکا وسلوالو ځواکونو راجاپاکسا په سمندري کښتۍ کې مخکې له دې، چې لاریونوال وردننه شي؛ ځای پر ځای کړ او دا مهال له کولمبو سره نږدې د هېواد په ځمکنیو اوبو کې تم دی.

د ویکرما سینګهـ دفتر هم د دوشنبې پر ورځ د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې لومړی وزیر هم خوندي دی.

Trending

Exit mobile version