لوبی

د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبې نوملړ په ډاګه شو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن ( دوشنبه د سلواغې نهمه ) د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره د لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د راتلونکې جمعې پر ورځ ( د سلواغې دیارلسمه / د فبرورۍ دوه‌یمه) د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیلېدونکې ده، چې ورپسې به ډېر ژر د یاد هېواد پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره هم نوملړونه په ډاګه شي.

کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د سریلانکا پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیز نوملړ په پام کې نیولی، چې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپي او نوید ځدراڼ ته په کې ځای ورکړشوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي: د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د سریلانکا پر وړاندې ډېر ښه نوملړ جوړ کړی، چې ټول کسان یې په اړوند کمپونو کې له ځلېدو او غوره کارکردګۍ وروسته یاد نوملړ ته وراضافه کړي دي. دغه راز دوی ته په ننګرهار او عربي متحده اماراتو کې شاوخوا شل ورځې کمپ نیول شوی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې به اووه ټسټ لوبې ترسره شي او ترڅنګ به یې د ټېسټ لوبو لپاره هم یوه پياوړې لوبډله ولرو.

باید وویل شي، چې د سریلانکا پر وړاندې له لومړنۍ ټېسټ لوبې وروسته به د سلواغې پر شلمه، دوه‌ویشتمه او څلیریشتمه / د فبروري میاشتې پر نهمه، یوولسمه او دیارلسمه د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ او ورپسې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې پر اووه‌لسمه، نولسمه او یوویشتمه نېټه ترسره شي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې اتمه ټسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې یوه، د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلینډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې دوه ټسټ لوبې ترسره کړي.

ځان ډاډمن کړئ!

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي، چې د اریانا ټلویزیون له لوري پر ژوندۍ او ځانګړې توګه د دې په زړه پورې لوبې د لیدو لپاره ډاډ ترلاسه کړي .

 

د تازه معلوماتو، خبرونو او خپرونو لپاره دا ځای وګورئ!

Trending

Exit mobile version