سیمه ییز خبرونه
د سعودي آرامکو پر اداري ودانۍ د برید له کبله اور ولګېد
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، چارواکي د سېشنبې پر ناوخته د پېښې ځای ته رسېدلي او اړینې هڅې یې ترسره کړي دي.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دغه هېواد په ختیځ ښار ظهران کې د دولتي تېلو شرکت «سعودي آرامکو» پر یوې اداري ودانۍ برید شوی، چې له کبله یې لږ اور لګېدلی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه نوره هم پراخه شوې ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، چارواکي د سېشنبې پر ناوخته د پېښې ځای ته رسېدلي او اړینې هڅې یې ترسره کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې چا ته مرګ او ژوبله نهده اوښتې.
رویټرز خبري آژانس له دې مخکې د یوه شرکت د سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی و، چې په ظهران ښار کې د آرامکو پر مرکزي ودانیز کمپلکس بالسټیک توغندی لګېدلی دی.
د سرچینې پر وینا؛ په دې کمپلکس کې یوه اداري برج پر نښه شوی او درې پوړونه یې زیانمن شوي دي.
سرچینې او دوه نورو کسانو، چې د موضوع په اړه یې معلومات لرل ویلي، چې ودانۍ اور اخیستی و.
په دې کمپلکس کې د آرامکو یو مهم عملیاتي مرکز هم شته، چې د تېلو د استخراج د پراخو ځمکنیو او سمندري تاسیساتو، نللیکو، چاڼځایونو او صادراتي ترمینلونو چارې څاري.
حوثیانو له یوې اوونۍ راپدېخوا د سعودي عربستان پر مهمو ځایونو بالسټیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغولي دي.
دا بریدونه د یمن په بیا پیل شوې کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان د حکومت پلوه ځواکونو د ملاتړ په غبرګون کې ترسره کېږي.
د ریاض نړیوال هوايي ډګر څلور ځله پر نښه شوی، چې د شنبې ورځې په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي وه.
د شنبې پر ورځ د ریاض پر هوايي ډګر بالسټیک توغندیز برید په تېره یوه لسیزه کې پر سعودي عربستان له ټولو خونړی برید بلل شوی دی. ورپسې بریدونو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې الوتنې هم درولې دي.
رویټرز ته شپږ سرچینو له دې مخکې ویلي وه، چې د آرامکو کمپلکس ته نږدې یې د درندو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف ویلي، چې په ظهران کې یې یو توغندی شنډ او ویجاړ کړی؛ خو د هغه پاتې شوني پر یوې استوګنیزې سیمې لوېدلي دي. ائتلاف په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
چارواکو همدارنګه ویلي، چې په پلازمېنه ریاض او د هېواد په جنوبي سیمه کې یې بېپیلوټه الوتکې او توغندي شنډ او ویجاړ کړي دي.
د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په ریاض کې د حوثیانو له دوه توغندیو د شنډولو او ویجاړولو وروسته د هغوی د پاتې شونو د لوېدا له کبله څلور کسان ټپیان شوي دي. د دې ادارې د ویاند د څرګندونو له مخې، د توغندیو پاتې شونو په پلازمېنه کې ۱۵ کورونو ته هم محدود زیان اړولی دی. په ټپیانو کې دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم دي.
حوثیانو له دې مخکې د یمن پر پلازمېنه صنعا د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف د بریدونو په غبرګون کې د« سخت او دردناک» ځواب ګواښ کړی و.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي وه، چې د غچ اخیستونکو بریدونو احتمالي موخې په ظهران کې د سعودي آرامکو مرکزي دفتر او په ریاض کې د تېلو یو چاڼځای کېدی شي.
دوی په سعودي عربستان کې د تېلو کارکوونکو ته هم خبرداری ورکړی، چې له احتمالي هدف ګرځېدونکو تاسیساتو لرې پاتې شي.
حوثیانو د سېشنبې پر ورځ ادعا کړې وه، چې سعودي عربستان پر صنعا بریدونه کوي. پر همدې ورځ د سعودي عربستان ائتلاف ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و، چې د صنعا په څنډه کې د تېلو له یوې زېرمې څخه لرې پاتې شي.
د حوثیانو تر څارنې او واک لاندې المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې ائتلاف د یمن د تېلو شرکت د «صباح» پر مرکزي تمځای برید کړی دی.
دا تمځای د صنعا په څنډه کې د تېلو زېرمه ده.
ائتلاف د سېشنبې پر ماښام ویلي، چې پر یاد تمځای او نورو ځایونو یې په عملیاتو ترڅ کې بریدونه کړي دي.
د ائتلاف د څرګندونو له مخې، د دغو عملیاتو موخه د حوثیانو د هغو وړتیاوو له منځه وړل دي، چې سعودي عربستان، یمن او نړیوالې اوبلارې ګواښي.
د سعودي عربستان کابینې، چې د دغه هېواد د واک اصلي چلوونکي ولیعهد محمد بن سلمان یې مشري کوي؛ د سعودي آرامکو پر ودانۍ له برید مخکې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي وه، چې حوثیان به پر سعودي عربستان د پرلهپسې بریدونو پایلې وویني.
په یمن کې د جګړې بیا پیل
سعودي عربستان په یمن کې د نړیوالې ټولنې لهخوا د پر رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي، چې تېره میاشت حوثیانو پر سرې بحیرې او باب المندیب تنګي پیل کړي وه.
بابالمندب تنګی د سرې بحیرې جنوبي دروازه ده او د فبرورۍ په میاشت کې د ایران د جګړې له پیل او د تهران لهخوا د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته؛ د سعودي عربستان او نړۍ د انرژۍ د لېږد لپاره یې اهمیت نور هم زیات شوی دی. د فارس خلیج هرمز تنګی د هند له بحر سره نښلوي.
که څه هم د حکومت پلوه ځواکونو هغه عملیات، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوي وه، حوثیان له تنګي سره نږدې سیمې شاته کړي دي؛ خو دغه ډله اوس هم په شاوخوا سیمو کې پیاوړی حضور لري او په روانه میاشت کې یې د تعز ښار په شاوخوا کې پرمختګونه کړي دي.
سعودي عربستان هڅه کوي، چې د حوثیانو پر وړاندې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره د متحدانو پراخ ملاتړ ترلاسه کړي او د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي.
د سعودي عربستان تر ټولو پیاوړي متحد او د اوږدې مودې امنیتي تضمینوونکې امریکا تر اوسه د سعودي هغه هڅې رد کړې دي، چې غواړي واشنګټن په مستقیم ډول د حوثیانو پر وړاندې جګړې ته ورګډ شي.
په یمن کې جګړه د امریکا او ایران د پراخې جګړې د اغېزو په پایله کې بېرته پیل شوې ده. دغه جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له برید سره پیل شوه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې هېواد یې چمتو دی د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د ایران بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ هم دغه دریځ بیا څرګند کړ.