مهم خبرونه

د سعودي او اماراتو مشرانو د امریکا له ولسمشر بایډن سره ټیلیفوني خبرې رد کړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۴۰۰)

وال سټریټ ژورنال څرګنده کړی؛ سپینې ماڼۍ له ولسمشر جو بایډن سره د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان او د ابوظبۍ د ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان د ټیلیفوني خبرو په تنظیمولو کې ناکامه شوه.

که څه هم دا غوښتنې د اوکراین لپاره د نړیوال ملاتړ د رامنځته کولو او د تېلو د بیو د لوړیدو پر څارنې راڅرخي؛ خو د دواړو خلیجي هېوادونو مشرانو د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د خبرو کولو غوښتنه ردکړه.

چارواکو ویلي؛ د خبرو ردول په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې سعودي او اماراتي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د دوی په اړه د امریکا پر تګلارې نیوکې کړې دي.

د میډل ایست آی د راپور له مخې؛ سعودي او امارات په یمن کې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو لخوا د وروستيو توغندیزو بریدونو په اړه د امریکا د غبرګون په اړه ګډه اندېښنه لري.

دواړه حکومتونه د ایران د اټمي هوکړې د بیا راپورته کېدو په اړه هم اندېښمن دي، چې په ویانا کې د خبرو وروستي پړاو ته وردننه شوي دي.

بایډن د فبرورۍ پر نهمه له پاچا سلمان سره خبرې کړې وې او د اوږدو دوه اړخیزو اړیکو بیا تکرار یې وغوښت؛ خو د خلیج نارضایتي په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې واشنګټن د تېلو له لرونکیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو لپاره کار کوي؛ ځکه، چې د تېلو بیه په نږدې ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د هر بیرل بیه له ۱۳۰ ډالرو ډېره شوې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ سعودي عربستان او متحده عربي امارات دوه هغه هېوادونه دي، چې د تېلو یوازني دوه لوی تولیدونکي دي، چې کولی شي په میلیونونو بیرل نور تېل تولید کړي، چې کولی شي په امریکا کې د تېلو د بیو د لوړیدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دغو دواړو هېوادونو د زیاتو تېلو له تولیدولو ډډه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د اوپک پلس یا د پټرولیم صادروونکیو هېوادونو ټولنې او د روسیې په مشرۍ د متحدینو تولیدي پروګرام ته لیواله دي.

تېره اوونۍ د سعودي ولیعهد او شیخ محمد دواړو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره، چې د فبرورۍ پر څلیریشتمه یې پر اوکراین یرغل پیل کړ؛ د امریکا له ولسمشر سره د خبرو له ردولو وروسته ټیلیفوني خبرې کړې دي. په داسې حال کې، چې دوی دواړو وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version