سیمه ییز خبرونه

د سعودي او عمان استازیو په صنعا کې د حوثيانو له مشرانو سره خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۲)

د سعودي عربستان او عمان پلاوي د یمن په پلازمېنه صنعا کې له حوثي مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

رویترز خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ ( د وري یویشتمه ) د حوثیانو د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې د سعودي عربستان او عمان استازیو د صنعا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حوثيانو د عالي سیاسي شورا له مشر مهدي المشاط سره وکتل.

د دغه راپور پر بنسټ، حوثي مشر المشاط د حوثیانو پر دریځ ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دوی د یوې باعزته سولې په لټه کې دی او د یمن ولس د «آزادۍ او خپلواکۍ» هیله لری.

په راپور کې راغلي: دواړه خواوې به د جګړې د پای ته رسولو او د سعودي عربستان پر مشرۍ د یمن د بندرونو د بندیز د لرې کولو لپاره خبرې اترې وکړي.

یو شمېر سرچینې رویترز ته ویلي، چې د سعودي او حوثیانو خبرې د حوثیانو تر څارنې لاندې بندرونو او د صنعا د هوايي ډګر د بشپړ بیا پرانستلو، د حکومتي کارکوونکیو د معاشونو پر ورکړې، د بیارغونې پر هڅو او له یمن څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش راڅرخېدلي دي.

عمان، چې له یمن سره ګډه پوله لري؛ له کلونو راپدیخوا هڅه کوي، چې د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو او د ایران، سعودي عربستان او امریکا تر منځ واټن او اختلافات له منځه یوسي.

د یمن جګړه د ایران او سعودي عربستان تر منځ له څو نیابتي جګړو څخه ګڼل کیږي.

ایران پلوه حوثيان د ۲۰۱۴ ز. کال په وروستیو کې له صنعا څخه د سعودي په ملاتړ یو حکومت ړنګ کړ او د یمن په شمالي برخه کې واکمني لري. دوی خبرداری ورکړی، چې دوی د یوه فاسد او بهرني یرغلګر نظام پر ضد راڅاڅېدلي دي.

دوی له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د سعودي عربستان پر مشرۍ د پوځي ائتلاف پر وړاندې پر جګړه بوخت دي، چې په کې لسګونه زره خلک وژل شوي او د یمن ۸۰ سلنه وګړي یې پر بشري مرستو متکي کړي دي.

تېره میاشت په سویس کې د ملګرو ملتونو او د سره صلیب د نړیوالې کمیتې په حضور کې د یمن حکومت او حوثي مشرانو د ۸۸۷ بندیانو پر خوشې کولو هوکړه وکړه.

Trending

Exit mobile version