سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا
د سعودي دولتي خبري آژانس د دغه هېواد د ټرانسپورټ د عمومي ادارې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې انسیلیا نومې د نفتي بېړۍ مخکینۍ برخې اور اخیستې؛ خو د بېړۍ ټوله عمله خوندي ده. په راپور کې د برید د عامل نوم نهدی یاد شوی.
د یمن حوثیانو د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې د پوځي عملیاتو پر مهال یې د سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ پر نښه کړې دي. څو ساعته وروسته د سعودي دولتي خبري آژانس هم تائید کړه، چې له دغو بېړیو څخه یوې یې د سره سمندر له لارې د تېرېدا پر مهال تر برید وروسته اور اخیستی دی.
د سعودي دولتي خبري آژانس د دغه هېواد د ټرانسپورټ د عمومي ادارې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې انسیلیا نومې د نفتي بېړۍ مخکینۍ برخې اور اخیستې؛ خو د بېړۍ ټوله عمله خوندي ده. په راپور کې د برید د عامل نوم نهدی یاد شوی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، ژغورونکو ډلو او اړوند چارواکو بېړۍ او عمله خوندي کړې او په سمندر کې د هر ډول چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي لپاره یې هم لازمې هڅې ترسره کړې دي. سعودي چارواکو دا برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
حوثیانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې انسیلیا او لیلا نومو نفتي بېړۍ یې پر نښه کړې دي. د دوی پر وینا، دغو بېړیو د سره سمندر په سیمه کې د حوثیانو له لوري اعلان شوی بحري بندیز له پامه غورځولی و. حوثیان ادعا کوي چې دا بریدونه د څو بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.
له دې مخکې یوې سمندري امنیتي سرچینې ویلي؛ انسیلیا نفتي بېړۍ د بېړني پیغام له لارې خبر ورکړی و، چې د سعودي عربستان د جیزان بندر په بهرنۍ سمندري لار کې د تګ پر مهال پرې یو توغندی لګېدلی او اور یې اخیستی دی.
د سمندري خطرونو د مدیریت بریټانیايي شرکت وانګارډ هم ویلي، چې د سعودي بیرغ لرونکې دې بېړۍ د الشقیق سیمې سویل لویدیځ ته شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره لرې د یوې ناپېژندل شوې مرمۍ له لګېدا سره مخ شوې ده.
په ورته وخت کې د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې(UKMTO) هم په همدې سیمه کې له یوې پېښې خبر ورکړی او څرګندوي، چې یوې نفتي بېړۍ راپور ورکړی؛ ناپېژندل شوې مرمۍ پرې لګېدلې او اور یې اخیستی دی. د ادارې د څرګندونو له مخې، د بېړۍ عملې اور مهار کړی او د مرګ ژوبلې یا چاپېریالي ککړتیا راپور نهدی ورکړ شوی.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې د UKMTO راپور د انسیلیا بېړۍ په اړه دی که نه؛ خو د پېښې ځای او جزئیات د وانګارډ له راپور سره سمون لري.
حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې شاوخوا لس بېړۍ اړ شوي، چې خپله لار بدله او بېرته وګرځي.
د بېړیو د تعقیب د معلوماتو له مخې: د چارشنبې پر ورځ په سره سمندر کې پېنځه نفتي بېړیو خپله لار بدله کړې او دوه نورو بېړیو، چې د سعودي بندرونو پر لوري روانې وې؛ د حوثیانو له خبرداري وروسته خپل مقصد سویز کانال ته اړولی دی.