سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير له احتمالي بې ثباتې خبردارى وركړى
سعود الفيصل د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت له سلاكار سرتاج عزيز سره په خبري كنفرانس كې د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې كړي او دواړو لوريو د افغانانو په مشرۍ په دغه هېواد كې د سولې له بهيره ملاتړ كړى دى.
سعود الفيصل د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير وايي:
نړيوال ځواكونه د روان ميلادي كال تر پايه له افغانستان څخه وځي او اړتيا ده، چې د ترهگرو د ځواكمنتيا مخه ونيول شي.
نوموړى زياتوي:
مونږ په دې اندېښمن يو، چې د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته به تشه رامنځ ته شي او دا تشه به د بهرنيو ډلو په وسيله ډكه شي.
په امريكا كې د پاكستان پخوانى سفير حسين حقاني وايي، په افغانستان كې كورنۍ جگړه د هيچا په گټه نه ده او د سيمې قدرتونه بايد د كورنۍ جگړې د مخنيوي په اړه متحد شي او په دې اړه خبرې پيل كړي.
د ولسي جرگې غړي شاه گل رضايي او فاطمه عزيز د گاونډيو هېوادونو نه همكاري په هېواد كې د ناامنۍ دليل گڼي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امنيتي تړون په اړه د كابل او واشنگتن ترمنځ ناندرې تر اوسه هم دوام لري. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ يو ځل بيا ټينگار كړى، چې د شرطونو د منلو په صورت كې به دا تړون لاسليك كړي.
د يادونې وړ د ه، چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي سعودي عربستان ته سفر كړى و او له طالبانو سره يې د سولې په خبرو كې د دغه هېواد همكاري غوښتې وه.