تازه خبرونه
د سعودي عربستان نورې مرستې هم افغانستان ته راورسېدې
(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۰)
د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ويلي، چې پرون جمعه د لیندۍ ۱۷) د سعودي د مرستو دوه الوتکې کابل ته راورسېدې.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ د سعودي عربستان د پاچا سلمان خیریه بنسټ د مرستو دوه الوتکې نن د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.
د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ په دې مرستو کې خوراکي او نور توکي شته، چې د کابل په هوايي ډګر کې د سعودي چارواکو لخوا د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول.
د يادې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په يادو شويو توکو کې ٦٥ ټنه اوړه، بوره، غوړي، خرما، وريجې او ١٩٢ بستې غير خوراکي توکي دي، چې د پخلنځي څوکۍ، غالۍ، ترپال او د ماشو جالۍ لري.
ټاکل شوې نن د سعودي عربستان دوه نورې الوتکې هم کابل ته راورسیږي.