سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د مکې په اړوند سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټمونو لهخوا د شنډ شويودوه بالسټیک توغندیو پاتې شونيراغورځېدلي دي.
د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، توغندي د دې سیمې پر لوري توغول شوي وه؛ خو د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو شنډ او له منځه وړي دي.
حوثیانو څو ځله د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د مسلمانانو دوه سپېڅلي ښارونه مکه او مدینه یې پر نښه کړي دي. هغوی وايي، پوځي عملیات یې د سعودي عربستان په نورو سیمو کې پر پوځي تاسیساتو او سټراټیژیکو موخو متمرکز دي.
د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې څرګنده کړې:« پر ملکي سیمو دښمنانه بریدونه له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د حوثي ملېشو هغه خطرناکه دښمنانه تګلاره څرګندوي، چې دوی یې تعقیبوي.»
حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، چې له کبله یې سعودي عربستان په راتلونکي کال کې د یمن د نړیوالې ټولنې لهخوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ملاتړ پوځي مداخله وکړه.
په ۲۰۲۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو پر منځګړیتوب د اوربند هوکړې تر ډېره جګړې ودرولې؛ خو د روان میلادي کال په لومړیو کې کړکېچونه بېرته پیل شول. حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پر خاوره بریدونه وکړل او ریاض هم په یمن کې هوايي بریدونه پیل کړل.
د جګړو زیاتېدا د بابالمندب سټراټیژیکه اوبلاره هم له ګواښ سره مخ کړې ده. دا اوبلاره د بېړیو د تګ راتګ یوه مهمه لاره ده، چې سره بحیره د عدن له خلیج سره نښلوي.