ساینس او ​​ټیکنالوژي

د سعودي ولیعهد د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو د پراختیا نوی شرکت پرانیست

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سعودي عربستان په سفر کې خلیج هېوادونو ته لومړیتوب ورکړ او تمه ده، چې مصنوعي ځیرکتیا به د سې شنبې پر ورځ په ریاض کې د سعودي- امریکا د ګډې پانګونې د فورم په جریان کې د بحث یوه مهمه موضوع وي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړ، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دوشنبې پر ورځ په دې هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو د پراختیا او مدیریت لپاره یو نوی شرکت رامنځته کړ، چې لومړیتوب به یې د اقتصادي پراختیاوو هڅې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سعودي عربستان په سفر کې خلیج هېوادونو ته لومړیتوب ورکړ او تمه ده، چې مصنوعي ځیرکتیا به د سې شنبې پر ورځ په ریاض کې د سعودي- امریکا د ګډې پانګونې د فورم په جریان کې د بحث یوه مهمه موضوع وي.

دا پاچاهي د نړۍ د اومه تېلو ترټولو لوی صادرونکی دی، چې موخه یې د ۲۰۳۰ کال تر پروګرام لاندې د پام وړ اقتصادي او ټولنیز بدلون رامنځته کول او ځان د تېلو له انحصاري اقتصاد څخه خلاصول دي.

په دې راپور کې راغلي؛ دا پاچاهي غواړي د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي او بنسټونه د معلوماتو مرکزونو په ګډون پراخه کړي، ځان له امریکا څخه بهر د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال مرکز په توګه نړۍ ته وروپېژني.

په دې راپور کې راغلي؛ دولتي خبري سرچینې څرګنده کړې، چې دا نوی شرکت هومین به د سعودي عربستان د اوسنی مشر بن سلمان پر مشرۍ د عامه پانګونې د صندوق پر ډاډ کار وکړي او معلوماتي مرکزونه، د مصنوعي ځیرکتیا بنسټونه، ابري وړتیاوې او پرمختللي مصنوعي ماډلونو په ګډون به خپل محصولات وړاندې کړي.

د روان کال په پیل کې ابري سافټویر پلورونکي سیلز فورس (CRM.N) وویل؛ دوی پلان لري، چې په سعودي عربستان کې پر مصنوعي ځیرکتیا ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

Trending

Exit mobile version