نړۍ
د سعودي په مشرۍ ائتلاف د صنعا پر هوايي ډګر برید وکړ
د رویټرز د راپور له مخې؛ د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف پرون دوشنبه د لیندۍ ۲۹) د صنعا پر هوايي ډګر توغندي توغولي.
د یاد ائتلاف د څرګندونو له مخې؛ دا هوايي ډګر د سعودي عربستان پر ضد د پوځي موخو لپاره کارېده.
سعودي چارواکو له برید مخکې له ملکیانو او بهرنیو کارمندانو غوښتي وه، چې سمدستي له میدانه ووځي.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف په ډاګه کړې، دا عملیات د ګواښونو او د نورو هېوادونو پر ودانیو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
د ائتلاف وياند ترکي المالکي ويلي، چې په دغو بريدونو کې د هوایي ډګر شپږ برخې پر نښه شوې دي.
د المالکي په وینا؛ د دې اهدافو له منځه وړل به د هوايي ډګر پر عملیاتي وړتیاوو، هوايي حریم، هوايي ترافیک او ځمکنیو عملیاتو پر مدیریت هیڅ اغېز ونلري.
له تېرو اووه کلونو راپدیخوا سعودي عربستان او حوثيانو د یوه او بل پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي دي.
