نړۍ

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن پر زندان هوایي برید رد کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۴۰۰)

د سعودي رسمي خبري آژانس د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن په صعده ولایت کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر زندان برید رد کړ او وایي، چې پر اړوند ودانیو برید بند هم ندی.

د رویټرز یوه عیني شاهد ویلي؛ د جمعې په برید کې د آفریقایي مهاجرو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او له دوه سوه ډېر نور ټپیان دي.

د سعودي دولتي خبري آاژانس د ائتلاف د یوه ویاند د څرګندونو له مخې ویلي؛ ائتلاف به په یمن کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) ته د حقایقو او جزئیاتو په اړه خبر ورکړي.

په یمن کې د حوثیانو د روغتیا وزیر طه المتوکل د جمعې پر ورځ ویلي، چې د سعودي پر مشرۍ ائتلاف د حوثیانو تر څارنې لاندې پر زندان هوایي برید کړی؛ ۷۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ایران او عربانو د سیالیو او نیابتي جګړو په اړه له ایران سره د عربستان د اړیکو پر عادي کولو خبرې روانې دي؛ خو د ابوظبۍ پر خاوره د حوثي یاغیانو د بې پلوټه الوتکې برید د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش دغه برید غندلی او په دې اړه یې د پوره څېړنو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version