پرمختګ او بشپړتیا

د سلما بند پروژه به د روان ميلادي كال تر پايه بشپړه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات كې سيمه ييز چارواكي وايي، دا مهال د سلما پروژې كار اتيا په سلو كې پر مخ تللى.

ټاكل شوې وه، چې د دې بند كارونه په ۲۰۰۸م كال كې بشپړ شي؛ خو د بودجې لږوالى او ناامنيۍ دا كار ځنډولى و.

د هرات والي سید فضل الله وحیدي وايي:

دا پروژه به د ۲۰۱۴ كال په پاى كې بشپړه شي. په دې اړه په هرات كې د هند له كونسلگرۍ سره خبرې شوي او هغوى د دې بند د كارونو د بشپړولو ژمنه كړې ده.

په وروستيو كلونو كې سيمه ييزو چارواكو ويلي ول، چې دا پروژه به ژر بشپړه شي؛ خو دوى بيا ومنله، چې كارونه يي دريدلي دي.

اقتصادي كارپوه نصیراحمد فرهمند وايي، كه دا پروژه بشپړه شي، د هرات د څو ولسواليو د برښنا ستونزه به حل شي، او زياتې ځمكې به خړوبه شي.

سيمه ييزو چارواكو مخكې له دې هم څو ځله د دې پروژې د كارونو د بشپړېدو ډاډ وركړى و؛ خو تر اوسه دا كار نه دى تر سره شوى.

دا پروژه د هند په مالي مرستې سره پر مخ ځي.

د سلما بند د هرات د چشت شريف په ولسوالۍ كې د هرات له ښاره ختيځ لور ته په ۱۶۰ كيلو مترۍ كې پروت دى.

Trending

Exit mobile version