تازه خبرونه
د سلواغې شپږویشتمه له سرو لښکرو څخه د افغانانو د آزادۍ ورځ ده
د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ ۳۴ کاله مخکې د سلواغې پر شپږویشتمه د افغانانو ملي جهاد بریالی شو او سرو لښکرو ماتې وخوړه.
د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې ۲۶ ) له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سره پوځ د وتلو د څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.
په هغه اعلاميه کې، چې په همدې مناسبت خپره شوې؛ ويل شوي: که هېوادونه له مونږ سره روښانه او ښه تعامل ولري؛ مونږ هم د خپلو ديني او ملي ګټو په پام کې نيولو سره مثبت تعامل ته چمتو يوو.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې افغانان یرغلګر ندي؛ خو د نورو تېري زغملی نهشي.
اعلامیه زیاتوي: د شوروي له یرغل وروسته د امریکا په مشرۍ اشغال پیل شو او ناکامۍ یې بیا ثابته کړه، چې افغانان د بهرنیانو پر وړاندې ډېر حساس دي او د هېواد له ملي ارزښتونو، پت، آزادۍ او خپلواکۍ دفاع خپل دیني مکلفیت ګڼي.
په دې اعلامیه کې اسلامي امارت له ټولو خواوو غوښتي، چې د افغانانو د ځورولو هڅه ونهکړي، بلکې له اوسني نظامه ملاتړ څرګند کړي.
په اعلامیه کې راغلي: اوس، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت پر مشرۍ یو مشروع، متحد او خپلواک حکومت رامنځته شوی؛ د ټولو په ګټه ده، چې له دې شېبې ګټه پورته کړي، د همغږۍ لار خپله کړي او د مثبت پرمختګ لپاره ګډ کار ته ملا وتړي.
د افغانستان اسلامي امارت د سلواغې ۲۶ له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د سره پوځ د وتلو د څلوردېرشمې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د دغو ځواکونو وتل د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا د حکومتونو د چارواکو تر منځ له ۴۱ پړاو خبرو وروسته ترسره شول.
دغه اسانتیا د ۱۹۸۸ ز. کال پر اپریل د ژنیو تړون رامنځته کړه او د ۹ میاشتو په بهیر کې پلې شوه.
دا تړون د امریکا او شوروي اتحاد پر ضمانت د افغانستان د هغه وخت د حکومت او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.
