نړۍ
د سلوانیا نږدې ۵۰ سلنه خلکو یوه ښځه د ولسمشره ټاکلې
د سلوانیا ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د سلوانیا نږدې ۵۰ سلنه خلکو د دې هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې وکیلې او ژورنالستې نتاشا پیرک موسار ته نږدې ۵۴ سلنه رایې کارولي او د دغه هېواد د ولسمشرې په ټوګه منل شوې ده.
دغه کمیسیون زیاته کړې؛ په دغو ټاکنو کې د سلوانیا بهرنیو چارو پخواني وزیر انزې لوګار، چې پوخ او مجرب محافظه کار سیاستوال دی، له موسار سره سیالي کوله؛ خو دغه محافظه کار سیاستوال لوګار ته خلکو څه باندې ۴۶ سنله رایې کارولې دي.
هغه ولسمشرۍ ته خپلواکه نومانده وه خو د سلوانیا منځلاري کیڼ اړخي حکومت یې هم ملاتړ کاوه.
نتاشا له بریا وروسته ویلي سلوانیا داسې ولسمشره ټاکلې، چې د خپلې ټولنې دیموکراتیکو ارزښتونو ته ژمنه ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې: نوموړې خبریالانو ته ویلي: هڅه کوم، چې د ټولو لپاره یوه رښتینی ولسمشره شم؛ ملي ګټو، اساسي قانون، بشري حقونو او ډیموکراسۍ لپاره به کار وکړم.
دغه راز څرګنده شوې، چې هغې د بشري حقونو، د قانون حاکمیت او د ټولنیزې هوساینې په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی دی.
په سلوانیا کې د ولسمشر رول تر ډېره تشریفاتي بڼه لري؛ خو نتاشا پیرک موسار به بیا هم د وسلوال ځواک اعلی سرقوماندانه وي او د مرکزي بانک د رییس په ګډون بېلابېل لوړپوړي چارواکي نومولی شي.
د یکشنبه د ورځې ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړهویل کیږي؛ خلک ډاډه دي، چې له خپلې ولسمشرې سره به د راتلونکيو ګډو ننګونو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.
