سیمه ییز خبرونه
د سمنګانو د تېږې د سكرو په كان كې وروستۍ پېښه بايد په جدي توګه وڅېړل شي
د سمنګانو د تېږې د سكرو په كان كې وروستۍ پېښه، چې د دغه كان د يو شمېر كاركوونكو د مرګ ژوبلې لامل شوه بايد په جدي توګه وڅېړل شي.
د افغانستان د شفافیت بنسټ د دوشنبې په ورځ كابل كې د دغې پېښې په غبرګون كې وويل، چې دولت بايد يو درې اړخيز پلاوى وټاكي تر څو د دولت، خصوصي سكتور او مدني ټولنو لخوا دغه پېښه په جدي توګه وڅېړل شي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې په سمنګان ولايت كې د كان نړېدو له امله د دغه كان ۲۳ تنه كاركوونکو ژوند له لاسه وركړ، شل تنه ټپيان شول او۱۵۲تنه نور يې مسموم كړل.
د افغانستان د شفافيت بنسټ په كابل كې د دوشنبې په روځ ( د تلې ۱) د يوې ناستې پر مهال د دغې پېښې د څېړلو غوښتنه وكړه.
د شفافيت بنسټ د كانونو د برخې څېړونكى جاويد نوراني وايي:
درې مياشتې وړاندې د كانونو وزير د شمال د سكرو د تصدي رئيس ته ليك لېږلى، چې د ګازو د شتون په حال كې د هر ډول چاودنې د مخنيوي لپار پر كاري بهير جدي پاملرنه ولري.
خو د چارواكو د نه پاملرنې له امله درې مياشتې وروسته دغه چاودنه را مېنځ ته شوه.
كه څه هم له دغې پېښې وروسته د كانونو وزارت ياده پېښه يو ترهګريز عمل وباله خو د سوداګرۍ خونې د دولت سره د اړيكو او پاليسۍ مسئول عبدالسلام كوهي وايي، كه دا ترهګريز عمل هم وي مسئوليت يې د دولت په غاړه دى.
كه څه هم له سكرو څخه فني ګټه اخيستنه لنډ تاريخ لري او فني استخراج يې هم دومره لرغونتوب نه لري، خو كانونو كې د خونديتوب د قانون نه مراعت او د كار د نظارت په برخه كې چارواكو نه پاملرنه د داسې پېښو اصلي لامل بلل كېږي.