سیمه ییز خبرونه
د سمنگانو د سكرو په كان كې نږدې ۳۰ كسه وژل شوي او۲۰ نور مسموم دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سمنگان ولايت د روي دواب ولسوالۍ د آبخورك په سيمه كې د شنبې په ورځ(د وږي ۲۳) د ډبرو د سكرو په كان كې اور ولگېد.
د سمنگان والي خيرالله انوش وايي، د روي دواب ولسوالۍ د ډبرو د سكرو په كان كې د متان گاز د سوځيدو له كبله نږدې دېرش كان كېندونكي وژل شوي او شل نور مسموم دي.
دى زياتوي، مسموم شوي كسان روغتون ته ليږدول شوي دي. كه څه هم د دوه تنو وضيعت ښه نه و؛ خو په خپل وخت سره ورته رسيدگي وشوه او اوس د ښه كېدو په حال كې دي.
په دې كان كې مخكې د سيمې خلكو او زورواكانو غير قانوني كېندنې كولې؛ خو اوس د دې كان سكاره د يوه خصوصي شركت له خوا له سمنگانو څخه كابل او نورو ولايتونو ته ليږدول كيږي.
ويل كيږي، چې په افغانستان كې د كانونو د كېندنې لپاره پرمختللي او ميعياري وسايل نشته ، چې سترې ستونزې يي را منځته كړې دي.