پرمختګ او بشپړتیا

د سمنگانو د صنعتكارانو اتحاديې غړى فيض كارگر بېلابېل موټر جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې داسې صنعت كاران شته، چې كه لازم وسايل او امكانات ورته برابر شي كولى شي نوي شيان جوړ كړي.

فيض الله كارگر يو له همدې صنعت كارانو څخه دى، چې په سمنگانو كې يې اوس په لږو امكاناتو دوه ډوله موټر جوړكړي دي.

هغه وايي:

د دې موټرو په جوړولو كې يې د بېلابېلو موټرو له زړو پرزو او اوسپنې استفاده كړې ده.

فيض الله كارگر نيژدې يو كال وړاندې په سمنگانو كې ټراكټور ته ورته لوډر جوړ كړى.

نوموړى وايي:

د دې لوډر په جوړلو يې د بېلابېلو موټرو د پرزو او اوسپنو په پېرودلو نيژدې ۲۰۰ زره افغانۍ لگولې دي.

دې كس يوازې د دې لوډر په جوړلو بسنه نه ده كړې، بلكې اوس د يوه جيپ موټر په جوړولو كار كوي، چې په وينا يې په اويا  سلنه بشپړ شوى.

هغه وايي:

تر اوسه يې په دې موټر سل زره افغانۍ لگولې دي.

فيض الله كارگر د اوړو د ډوډۍ پخونكي  د اړتيا لپاره د خميره كولو يو ماشين هم جوړكړى، چې په يوه موټوركاركوي.

كارگر وايي:

كه دولت له ده سره د وسايلو او پرزو په چمتو كولو كې مرسته وكړي چمتو دى، چې نورشيان هم جوړ كړي.

په سمنگان كې د كارگرانو اتحاديې د فيض الله كارگر دا هڅې ستايي او له دولت څخه غواړي، چې له افغان صنعت كارانو سره د ستونزو په حل كې مرسته وكړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version