سیمه ییز خبرونه
د سمنگانو د ډبرو سكرو په كان كې چاودنه ترهگريز عمل و- حارث
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د كانونو وزارت وايي:
د لومړنيو څېړنوله مخې د سمنگان ولايت د ډبرو سكرو په كان كې چاودنه، چې له امله يې لسگونه كاركوونكيو ته مرگ و ژوبله واوښته يو ترهگريز عمل و.
د كانونو وزارت معين عبدالجميل حارث وايي:
په دغه كان كې چاودنه د چاوديدونكيو توكو له امله را منځته شوې او دا د هغو كسانو كار دى، چې غواړي د افغانستان اقتصادي فعاليتونه ودروي.
نوموړى په دې اړه د نورو جزياتو له وركولو ډډه وكړه.
د سمنگانو د ډبرو د سكرو په كان كې د چاودنې له امله درويشت كاركونكي وژل شوي، شل تنه ټپيان دي او يو سل و پنځوس نور مسموم شوي ول .