تازه خبرونه

د سمنگانو په “دلخکي” کوتل کې د ترافیکي پېښې پر لامل ۳ تنه مړه او۴۳ نور ټپيان شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سمنگان ولايت د مرکز اړوند په “دلخکي” کوتل کې له يو باروړونکي موتر سره د يو څلور سوه څلور ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له کبله درې تنه مړه او دریڅلوېښت  نور ټپيان شول.

د سمنگانو د امنیه قوندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي رسنیو ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه نهه بجې د موتر چلوونکیو د گړندي چلولو پر لامل رامنځته شوه.

هغه وايي، چې مړه شوي درې واړه ماشومان دي اوله  ټپيانو څخه يوه ښځه، څلور ماشومان او پاتې نورنرينه لویان دي.

ده وويل، چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي.

د سمنگانو د عامې روغتيا مشر داکتر عبدالحميد وايي، چې ټپيان لومړى ټول د سمنگانو ولايتي روغتونونو ته لیږدول شوي؛ خو شل تنه يې، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی، له دې روغتون څخه د بلخ حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version