تازه خبرونه

د سنوکر په نړیوالو لوبو کې ملي لوبډله وځلیده

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان سنوکر لوبډلې خپلې نړیوالې سیالۍ له بریاوو سره پیل کړې.

د دغې لوبو پر لومړۍ ورځ رییس خان سنزي خپله لومړۍ لوبه د اوکراین له استازي سره پیل او لوبه یې د ۵ پر ۴ وګټله.

سینزي په خپله دوه یمه سیالۍ کې هم پیاوړی ښکاره شو او پر ورته پایله یې عراقي سیال ته ماتې ورکړه او په دې توګه دوه دېرشم غوره پړاو ته یې ګام پورته کړ.

سنزی به په دې پړاو کې له بحریني لوبغاړي سره ولوبیږي.

د سنزي له غوره پایلو وروسته د هېواد بل ملي لوبغاړی صالح محمد محمدي سیالۍ ته ورودانګل او په خپله لومړۍ لوبه کې یې مصري لوبغاړي ته پېنځه پر صفر ماته ورکړه؛ خو په دوه یمه لوبه کې له بلجیمي لوبغاړي ۵ پر ۴ مات شو.

ټاکل شوې ده، چې محمدي په خپله درېیمه لوبه کې له فلسطیني لوبغاړي سره مخ شي.

د سنوکر اتلولۍ نړیوالې لوبې د نږدې ۳۰ هېوادونو ورزشکارانو د قطر د دوحې پر کوربتوب پیل کړي او د روانې میاشتې تر ۲۲ به روانې وي.

Trending

Exit mobile version