تازه خبرونه
د سنگين ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په غبرگون کې لاريون څلورمې ورځې ته وغزيد
په داسې حال کې، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې د حضرت محمد ص د نيکمرغه ميلاد ورځ نمانځل کيږي؛ خو د هلمند گڼشميراوسيدونکي بيا هم په سنگين کې د وروستۍ پيښې د قربانيانود یر په ټغر ناست دي.
حاجي ميراجان د سنگين د ټولنيزې شورا مرستيال وایي:
دغه لاريون اواحتجاجونو ته به ترهغه وخته دوام ورکړ شي، چې ولسمشرله دوی سره مخامخ خبرې ونه کړي.
ملوک د وژل شوې ناوې لېور له ولسمشرڅخه د دې ولايت په امنيتي او اداري برخو کې د داسې بدلون رامنځته کولو غوښتنه کړې، چې په راتلونکي کې له فساد او داسې ناوړه پېښو څخه په امن وي.
د سنگین ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړنې په موخه د ملي شورا د پلاوي يو شمېر غړیو د جمعې په مازيگر د سنگين ولسوالې له مشرانواو د زيانمنوکورنيو له ځينو غړیو سره په كتنه كې ژمنه كړې، چې د پېښې په اړه به چوپ پاتې نه شي.
د دغه پلاوي په استازيتوب په ولسي جرگه کې د هلمند د خلکواستازي عبدالجبارقهرمان قومي مشرانواود زيانموکورنيوغړیوته ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولې غوښتنې به مسوولينوته ورسوي.
دوی همدا رازډاډ ورکړ،چې په اداري او امنیتِ برخوکې د بدلونونو په اړه به هم کوټلي گامونه پورته کړي.