تازه خبرونه
د سه شنبې په ورځ به یو شمېر نوماند وزیران خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي
ولسي جرګه وايي چې د یو شمیر کاندید وزیرانو اسناد يې څیړل شوي او په پام کېده د سه شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي.
د ولسي جرګې اداري پلاوي وایي چې تر اوسه د نوماند وزیرانو د دوه ګونې تابعیت په اړه کوم اسناد ندي ترلاسه کړي .
د تیرې چهار شنبې په ورځ د ولسمشر دویم مرستیال ۱۶ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې له پاره معرفي کړل.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې تر اوسه د یو شمیر نوماند وزیرانو په اړه د لوړو زدکړو، پوهنی ، بهرنیو چارو وزارتونو او د لویې څارنوالۍ او ثپت احوال نفوس له ریاستونو د دوی مکتوبونو ته ځواب ویل شوی چې دوی به د سه شنبي په ورځ هغه نوماند وزیران چي اسناد یې څیړل شوي غوندې ته راوغواړي تر څو خپل پروګرامونه وړاندي کړي.
د ولسي جرګې دویم منشي عبدالروف انعامي:
“د ولسي جرګې اداري کمیسیون د ولسي جرکي د لومړي مرستیال په ګډون د نوماند وزیرانو د اسنادو د څېړلو لپاره رسماً په کار پیل کړي چې د سه شنبي په ورځ د یو شمیر نوماند وزیرانو چې اسناد یې بشپړ شوي، جرګې ته وغوښتل شي.”
هغه وویل چې تر اوسه د نوماند وزیرانو د دوه ګوني تابعیت په اړه کوم اسناد دویته ندي رسیدلي.
د یادونې وړ ده چې ولسي جرګې ته د ۱۶ نوماند وزیرانو په لیست کې د ملي دفاع لپاره نوماند ندي معرفی شوي.
خو د ولسي جرګي اداري پلاوي وایي چې ولسمشر ژمنه کړې چې ژر به د ملي دفاع نوماند وزیر هم معرفي شي او د سرپرستانو د کار دوام به پای ته ورسوي.
ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي یوالي د حکومت له خوا، له ۱۸ ورپېژندل شوو نوماند وزیرانو، ۱۰ یې رد او ۹ ته یي د باور رایه ورکړه.
خبریال: عبدالعزیز کریمی