سوداگري

د سوداګرو او پانګوالو لپاره د بهرنۍ لېږدونې آسانتیاوې برابرې شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک د سوداګرو او پانګوالو لپاره د بهرني لیږد (T.T) آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند نن (چارشنبه د ۳۱ ) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دغه بانک به سوداګرو او پانګوالو ته د بیو د کمولو او عامو خلکو او سوداګرو ته د زیانونو د مخنیوي په موخه لازمې آسانتیاوې برابرې او د بانکدارۍ سکټور له لارې بهر ته د لیږد بهیر چمتو کړی دی.

د محمد صابر مومند د څرګندونو له مخې؛ د دې تګلارې پر بنسټ سوداګر او پانګوال کولى شي، چې د اومو توکو په ځانګړي توګه د خوراکي توکو، طبي او کرنيزو درملو، سون توکو، خامو موادو، د برښنا د بېلونو، عصري ماشينونو د واردولو لپاره پرته له زینتي توکو خپل کاروبار پراخه او وده ورکړي. دغه راز د بانکدارۍ سیسټم له لارې د بهرنیو زدکوونکیو لپاره اړین ټکنالوژي، د اړتیا وړ سیسټمونو ساتنه، ټرانسپورټي او مخابراتي خدمتونه او ان د ټیلګرافیک لیږد (T.T) چمتو کړي.

هغه زياته کړې: سوداګريز بانکونه بايد کورني لېږد په کورنيو آسانتياوو کې د صادراتي سند له لارې وارد شوې پيسې له کوم محدوديت او ځنډ پرته سوداګرو ته ورکړي.

د افغانستان بانک د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته بشري مرستې پخپل اصلي حالت د تړون له مخې پاتې کیږي او له دې تګلارې څخه مستثنی دي.

ټیلیګرافیک لېږد (T.T) چې د ټیلیکس له لارې د پیسو لېږد سره تړاو لري؛ دا د زړو کیبلونو او راډیو او تلیفون سیسټم له لارې د پیسو لیږلو معنا لري.

په دې سیسټم کې، د پیسو لیږل معمولاً له دوه څخه تر درې ورځو پورې وخت نیسي او د پیسو لیږلو بهیر د دودیزو میتودونو په پرتله چټکه دی.

ویل کیږی، چې د افغانستان بانک په دې وروستیو کې هېوادوالو او سوداګرو ته یو لړ آسانتیاوې برابرې کړي؛ خو د افغانستان شتمنۍ اوس هم کنګل پاتې دي.  

Trending

Exit mobile version