تازه خبرونه

د سوداګرو د ستونزو په حل سره به سوداګریزې ننګونې حل شي – عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرایی رییس وایي، د سوداګرۍ وزارت دې هڅه وکړي چې کورني محصولات او توکي نړیوالو بازارونو ته ورسیږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر د معرفي په مراسمو کې وویل چې که هېواد کې سوداګرو او صنعت کارانو ته لازمې آسانتیاوې را منځته شي، په افغانستان کې به زیاتې سوداګریزې ننګونې حل شي.

 

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وایي، چې د خپل کار په لومړیو ورځو کې به په دغه وزارت کې بنسټیز اصلاحات پیل کړي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایی، اوس چې وزیران په ولسي جرګه کې تایید شوی، مسولیتونه یې زیات شوي دي او د ښه حکومت لپاره باید زیاتې هڅې وکړي، څو د ملي یووالي د حکومت په وړاندې د خلکو باور زیات شي.

ښاغلی عبدالله د افغانستان جغرافیه په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره مهمه بولي او وایي، که کاري زمینې زیاتې شي، هېواد به ورو ورو خودکفایي ته ورسیږي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا چې د سې شنبې په ورځ په کار پیل وکړ، وایی، کومه غوښتنه چې خلک په ځانګړې توګه سوداګر له دغه وزارت لري، او هغو غوښتنو ته به چې په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا سبب کیږي، رسیدګي وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر زیاتوي چې د حکومت او ملت تر منځ د شته واټن یو عمده دلیل هغه ژمنې دي چې نه دي عملي شوي، خو اوس د ده په وینا، هڅې کیږي چې هره کړې ژمنه عملي شي.

دی وایي، بل لومړیتوب یې دا دی چې په هېواد کې د سوداګرۍ لپاره ښه فرصتونه را منځته شي.

خبریال: حمید رفیعي

Trending

Exit mobile version