تازه خبرونه

د سوداګریزو الوتنو د نشوالي له کبله لسګونه ناروغ هېوادوال په هند کې بند پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)

لسګونه ناروغ هېواد وال، چې د درملنې لپاره هند ته تللي وه؛ اوس هلته بند پاتې دي، پیسې یې خلاصې شوي او هېواد ته یې د بېرته ستنېدو لپاره سوداګریزې الوتنې نکیږي.

دوی هغه افغانان دي، چې دوه میاشتې مخکې د درملنې لپاره هند ته تللي وه؛ خو تر اوسه هلته ایسار دي او بې برخلیک حالت کې شپې سبا کوي.

په هند کې سرچینو ویلي، چې څو افغانان د ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندی کړي او په هند کې افغان سفارت هم د دې افغانانو ستونزو ته بې ځوابه پاتې دی.

دغه مسافر، چې په بد اقتصادي حالت کې دي، له هند او افغان حکومت غواړي، چې افغانستان ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

په هند کې بند پاتې افغان وګړی شرین آغا وایي: میرمنې مې سرطاني ناروغۍ لرله او مړه شوه؛ په یخچال کې یې د ساتنې پیسې راسره نه وې او په هند کې مې خاورو ته وسپارله.  

علي نومی افغان وګړي ویلي: دوه میاشتې مخکې درملنې ته قانوني راغلی وم او د هند هېواد کولی شي مونږ ولېږدوي.

په دې افغانانو کې، چې ځینې محصلین هم شته؛ په بد اقتصادي حالت کې دي. دوی له هند او افغان حکومت غواړي، چې افغانستان ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

افغان وګړې مریم وایي: مهرباني وکړئ، مهرباني وکړئ مونږ بېرته افغانستان ته خپلو کورنیو ته ولېږدوئ. شرین آغا نومي ویلي؛ یوه نیمه میاشت کیږي، چې له خپل ناروغ ماشوم سره په هند کې پاتې یم.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او په هند کې افغان سفارت د دې افغانانو اندېښنو ته ځواب ندی ورکړی.

دوه میاشتې کیږي، چې افغانستان ته بهرنۍ الوتنې درېدلي دي. تازه اسلامي امارت ویلي، چې ژر په کابل کې بهرنۍ الوتنې له سره پیلیږي.

Trending

Exit mobile version