تازه خبرونه

د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا مو کاري لومړیتوب دی

د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ  سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.

Published

on

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چي اسلامي امارت د سوداګرۍ  د ودې  لپاره د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ  سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده هم  ويلي، چې د هېواد د بندرونو معیاري کولو او د خدمتونو چټکوالي لپاره پهرسوداګریزو بندرونو کارونه روان دي او هڅه کوو، چې د لېږد رالېږد – صدراتو او وارداتو د چټکتیا او پراختیا لپاره نور هم اساسي او بنسټز بدلونونه رامنځته کړو.

عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د هېواد سوداګریزو بندرونو د معیاري کولوي لپاره عملي هڅې روانې دې او د خپل وس تر حده به هڅه وکړو، چې په کې د خصوصي سکټور د شته ستونزو د اواري لپاره اقدامت نور هم پراخ او دا لړۍ له نړیوالو معیارونو سره برابره کړو.

د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې د هېواد په بندرو کې اوس هم د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوۍ  زیاتوي؛ د هېواد په سرحدي سوداګریزو بندرونو کې تخنیکي، مسلکي او بېخبنايي ستونزې شته، چې دې چارې د هېواد د اقتصادي حرکت پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.

دوۍ  له اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې وکړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد په ګمرکونو کې د مالوالو ځنډیدا او د یوه سړک کارول سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی هیله من شوی، چې د دې ستونزو چټک حل ته باید پام راواړول شي.

ویل کیږي، چې د هېواد د سوداګریز بندرونو د معیاري کولو لپاره په تېرو څلورو لسیزو کې د اړتیا وړ کار ندی شوی.

Trending

Exit mobile version