تازه خبرونه

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لاجودر د لارې د جوړېدو له پاره د حکومت هڅې وستایلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغان دولت له دې پلان ملاتړ کوي چې غواړي د لاجوردو لار جوړه کړي.
د لاجوردو د لارې په جوړېدو سره به افغانستان د اورګاډي د پټلۍ په ذریعه له ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپا سره وصل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د دې لارې په ذریعه به سوداګر خپل مالونه په کم مصرف سره اروپا ته ورسوي او همدا راز به یې افغانستان ته وارد کړي.
د بهرنیو چار وزارت د اقتصادي همکاریو رییس وحیدالله ویسي وایي، هڅې روانې دي چې له بیلابیلو لارو نه افغانستان سمندر ته لاس رسی پیدا کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دولت له د پلان ملاتړ کوي او وایي، تر دوو کلونو پورې باید دغه لار پرانیستل شي. دغه خونه وایي، د آسیا پراختیایي بانک په دې برخه کې د ۱۳۰ میلیون ډالرو پانګې اچونې ته چمتو والی ښودلی دی.
د افغانستان د صادراتو او وارداتو ستره برخه دا مهال د پاکستان له لارې تر سره کیږي، اقتصادي کارپوهان وایي، که حکومت د پاکستان بدیلې لارې پیدا کړي، د سوداګرو ترانزیتي ستونزې به کمې او سوداګري وغوړیږي.

Trending

Exit mobile version